Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2026
1 2 3 4 5 6 7 8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

افغان کډوال؛ له پاکستانه د راستنېدو پر مهال په لارو کې بند پاتې یو

0

له پاکستان راستنېدونکي افغان کډوال وايي، په شپو، شپو په لاره پاتې کېږي او له دې امله جدي ستونزو سره مخ دي.

یو شمیر دوی وايي، خپله له تورخم اوښتي خو کډې یې لا هم په لاره دي.

دوی دا ادعا هم کوي، چې د پاکستان حکومت امنیتي مامورین ورنه پیسې اخلي او ان د ځینو شخصي وسایلو او توکو د وړلو اجازه هم نه ورکوي.

د پاکستان او افغانستان تر منځ لاره کې بند افغان کډوال دی چې وايي، پنځه شپې کېږي په لاره پاتې دی او ادعا کوي چې د پاکستان حکومت امنیتي مامورین اجازه نه ورکوي چې خپل ځیني وسایل او توکي ځان سره افغانستان ته یوسي او ورنه د پیسو غوښتنه کوي.

دی چې د لنډي کوتل سیمه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون خپلې ۸ کسیزې کورنۍ سره بند دی، او نه یې غوښتل نوم یې د موضوع د حساسیت له امله راپور کې خپور شي، د پنجشنبې په ورځ د «ثور په ۱۷مه» ازادي راډيو ته وویل:

"نن مو پنځمه ورځ ده چې دا وضعیت ده، لږ نه ډېرې زیاتې ستونزې دي، لارۍ لس شپې هم ولاړې وې اته شپې هم ولاړې وي، د کډوالو وسایل او توکي موټرسایکلونه، وریجې او نور توکي نه پرېږدي چې لاریو کې یې واړوي، لارۍ یې رانه دا غاړې ایسارې کړې، دلیل یې دا ده چې ځای پر ځای پیسې اخیستل کېږي، دوی د خلکو بې عزتي کوي."

ځینې افغان کډوال بیا وایي، دوی په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړل شوي خو کډې او وسایل یې لا هم په لارو کې ایسار دي.

له دې ډلې یو هم ستون کړل شوي الله میر دی، چې په خبره یې تر څلوېښتو کلونو زیات وخت یې د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت کې تېر کړي، ۹ ورځې کېږي چې له تورخم اوښتی خو د کډو موټر یې لا په لاره دی.

ده ازادي راډیو ته وویل، "زما نن ۱۴ ورځ ده چې کډه مې را روانه کړې خو تر اوسه نه ده راوښتې او موږ راوښتي یو، دلته هېڅ هم نه لرو، له ۵۰ زرو نیولې تر یو لک کلدارې یې له خلکو اخیستي، کنه مالونه ښکته او ماتوي، ما هم ډرېور ته وویل چې څومره پیسې غواړي وریې کړه چې دا عزت مو په کې بار دی دا راخلاص شي."

د دوی په خبره د کډو له یو شمیر موټرو سره ښځې، ماشومان او ناروغان هم شته چې شپې، شپې یې په لاره اوښتي دي.

دا کډوال او راستانه کړل شوي د دواړو هیوادونو د حکومتونو لخوا د افغان کډوالو د دې ستونزو د ژر هواري غوښتونه کوي.

په تورخم کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ځینې ځایي کارکوونکي هم دا ستونزې مني.

د دې ادارې یو کارکوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، د پنجشنبې په ورځ یې ازادي راډیو ته وویل:

"تورخم لاره د کډوالو پر مخ خلاصه ده، دلته څوک په تمه نه پاتې کېږي خو هاخوا (پاکستان طرف) کې چې خلک تم دي، یو په دې خاطر چې پاکستان لخوا لاره کې کوم کمپونه ورته جوړ شوي، هغوی ته د وتلو فورمې ورکوي او بیا له مخې یې دلته تورخم کې د اوښتو اجازه ورکول کېږي، هغې ته په تمه کېږي، بل د «یو ان اچ سي ار» د «وي ار سي» دفتر پېښور کې دی، ګڼه ګوڼه ډېره ده اونۍ کې خلکو ته یو ځل وخت او فورمې ورکوي چې خلک ځنډول کېږي، بل دلیل په کډو بار د لاریو ستونزه ده ځکه هم یې دېخوا پروسس کمزوری دی او هم هاخوا پاکستانیان یې تلاشي او سکن کوي."

دې کارکوونکي ازادي راډیو سره د خپلې ادارې یو خپلمنځي کاري راپور شریک کړی چې په کې راغلي «له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو پر مهال په ځینو کمپونو لکه حمزه بابا، هریپور او مانسهرې کې د کډوالو نوم لیکنې، تصدیق او تګ راتګ په پروسو کې خنډونه ډېر دي، چې له امله یې کورنۍ مجبورېږي اوږد وخت انتظار پاتې شي، یو له مهمو شکایتونو د پیسو اخیستلو موضوع ده، ځینې کډوال ادعا کوي چې د اسنادو د ژر بشپړېدو، د لېږد اسانتیا یا د کتارونو د لنډولو لپاره له هغوی غیرقانوني پیسې غوښتل کېږي. دا حالت نه یوازې د کډوالو پر اقتصاد فشار زیاتوي، بلکې د هغوی روحي وضعیت هم خرابوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت هم په یو تازه بیان کې ویلي چې د تورخم له لارې افغانستان ته ستنېدونکي افغان کډوال «د بې ځایه پلمو» له امله په ورځو ورځو په پاکستاني غاړې ځنډول کېږي او د سړک په سر پاتې کېږي، په داسې حال کې چې ښځې، ماشومان او سپين ږیري ورسره وي او نورې هم ډېرې ستونزې لري.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله ایکس پاڼه د چهارشنبې په ورځ «د ثور په ۱۶مه» د کډوالو ستونزو ته د دوی د حکومت د رسیدنې عالي کمیسیون د بیان په خپرولو له بهرنیو بنسټونو او ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري، د دوی د ځورونې د بندولو او د ژر تر ژره ستنېدو اجازې ورکولو لپاره پاکستاني لوري سره خبرې وکړي.

خو د پاکستان حکومت تر اوسه د یادو افغان کډوالو او طالبانو حکومت د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې د کډوالو ستونزو ته د طالبانو حکومت د رسیدنې کمیسیون د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه خپل یو ورځني راپور کې لیکلي چې چهارشنبه د ثور ۱۶ مه له پاکستان او ایرانه ټولې ۹۵۵ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۵۱۰۲ تنو ته رسېږي په جبري ډول له بېلابیلو لارو افغانستان ته ستنې کړل شوې دي.

د یادونې ده چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ د وروستیو جګړو او کړکیچونو له امله له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل زیات شوي دي.

د راپورونو له مخې پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې له دوه ملیون ډیر افغان کډوال بیرته افغانستان ته لیږلي دي.

د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو په پرلپسې راپورونو کې ویلي چې په وروستیو کلونو کې، نږدې پنځه ملیونه افغان کډوال له ګاونډيو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي چې په هیواد کې د سرپناه، دندو او نورو اړینو خدمتونو د نشتوالي له امله دا ستانه شوي د پام وړ ننګونو سره مخ دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса