د غوڅ ملاتړ مأموریت وايي، د فراه ښار د افغان پوځ په لاس کې دی
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت وايي، فراه ښار د افغانستان د امنیتي ځواکونو په لاس کې دی. د ناټو مأموریت په یوه خبرپاڼه کې نن وویل چې د امریکا «اې-۱۰» جنګي الوتکو ته د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ مأموریت سپارل شوی دی. د افغانستان ولسمشر نن ملي دفاع وزارت ته ورغلی و او فراه تهیې د تازه امنیتي ځواکونو د استولو دستور ورکړ. د افغانستان د ملي وحدت حکومت د اجرائیه ریاست ویاند، جاوید فیصل پر ټویټر لیکلي چې نوي کمانډو ځواکونه د فراه ښار د پولیسو مرکز، د ملي امنیت ریاست او د فراه محبس ته استول شوي دي. Читать дальше...
