د نړی د ۷۰ هېوادونو مشران د لومړۍ نړیوالې جګړې سلمه کلیزه لمانځي
د نړی د لسګونو هېوادونو مشران نن په پاریس کې د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو سلمه کلیزه لمانځي. د ۱۹۱۸میلادي کال د نومبر په یولسمه څلور کلنه نړیواله جګړه چې لس میليونه سرتېري او میليونونه ملکیان په کې ووژل شول، پای ته ورسېده. د فرانسې د ولسمشر ایمانوئل مکرون په کوربه توب په دې مراسمو کې د امریکا د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ، د روسيي د ولسمشر ولاديمیر پوتین او د ترکي د مشر رجب طیب اردوغان په ګډون د شااوخوا ۷۰ هېوادونو مشران د پاریس ښار په هغې سیمه کې چې د لومړۍ نړیوالې جګړې یو نوم ورکی سرتېرۍ پکې خښ دی، راټول شوي دي. Читать дальше...