مالیې وزارت: د انکشافي بودجې ۹۱ سلنه د قوس تر ۲۶ مې مصرف شوې
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د روان کال د انکشافي بودجې په سلو کې ۹۱ برخه د قوس تر ۲۶ نېټې پورې مصرف شوې ده. ارګ په یوې خبرپاڼې کې وايي، د مالیې وزارت چارواکو دا خبره په هغه راپور کې کړې چې د سې شنبې په ورځ یې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډې ته وړاندې کړ. د مالیې وزارت پهدې راپور کې ویل شوي: "د روان کال د قوس تر ۲۶ مې نېټې پورې د ۱۳۹۷ مالي کال له انکشافي بودجې څخه تر ۱۲۴ میلیارده افغانیو زیاتې مصرف شوي چې دا د انکشافي بودجې ۹۱ سلنه مصرف ښيې او د تېرکال په پرتله ۲۴ سلنه زیاتوالی... Читать дальше...