د ارمنیا پلازمېنه کې زرګونه خلک د خپل وزیراعظم په استعفا پسې راوتلي
په ارمنیا کې په زرګونه خلکو د مظاهرو له لارې له وزیراعظم نېکول پاشینیانه استعفا غوښتې او وايي چې نوموړي ولې د جلاکړې سیمې ناګورنو قره باغ پر سر د سولې تړون وکړ. په یاده سیمه د ارمنیا او اذربایجان ترمنځ له شپږو اوونیو زیاتې جګړې د دواړو خواوو تر ۲،۰۰۰ زیات سرتېري او عام وګړي ووژل. د دې جګړې د ختمولو لپاره د سولې دا موافقه د نومبر په ۱۰مه اعلان شوه چې د ارمنیا په پلازمېنه یرېوان کې یې پر ضد قهرېدلی غبرګون مخې ته راغی او خلک د مارشل لا (پوځي قانون) باوجود د ښار ازادۍ څلورلارې ته راووتل چې په خپلو نعرو کې یې پاشینیان "غدار" وباله. Читать дальше...