Добавить новость
ru24.net

Mashaalradio.com

Новости от Russia24.pro

Russia24.pro Каталог
Июль
2025
1 2 3 4 5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

Все новости

په کراچۍ کې د ودانۍ پرېوتو پېښې مرګژوبله اړولې ده

Mashaalradio.com 

د جولای پر څلورمه د کراچۍ په لیاري سیمه کې یوه وداني پرېوتې چې پکې د حکومتي چارواکو په وینا، لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او شپږ ژوبل دي. چارواکي وايي، ګڼ کسان لا هم تر ودانۍ لاندې دي چې د ژغورلو هڅې یې روانې دي. د ودانۍ پرېوتو لامل لا معلوم نه دی. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.

منتظر بېټني په غزل او نظم کې بېلابېلې تجربې کړې دي

Mashaalradio.com 

منتظر بېټنی د خیبر پښتونخوا له هغو شاعرانو بلل کېږي چې په غزل او نظم کې پر داسې وخت بېلابېلې تجربې کړې دي چې په صوبه کې د حمزه خان شینواري، قلندر مومند، اجمل خټک، سیف الرحمان سلیم او اندېش شمس القمر په څېر لوی شاعران او ادیبان موجود ول. ولس هغه د یو شاعر په توګه پېژني خو پوهان یې د ژبې او املا په برخه کې کړی کار خورا ارزښتناک بولي. د منتظر بېټني خپل نوم همېش ګل وو، په ۱۹۳۵ز کال کې زوکړی وو او د ۲۰۲۱ز کال د فبرورۍ پر لومړی ومړ. د هغه دوه شعري ټولګې د ژبپوهنې اړوند دوه کتابونه چاپ شوي. په ۲۰۲۱ز کال... Читать дальше...

اېمل ولي خان: د ناامنۍ ختمولو لپاره جرګې او عملیات دواړه "ناکام او بدنام" شول

Mashaalradio.com 

د عوامي نیشنل ګوند مشر سېنېټر اېمل ولي خان وايي، تر هغو چې د پاکستان د ریاست یا دولت "ګټه په جنګ" کې وي، په هېواد کې حالات نه شي ښه کېدای او امن نه شي راتللای. نوموړي دا خبره د جولای پر درېیمه له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې کړې. ده وویل، په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د امنیت لپاره "جرګې هم وشوې او عملیات هم، خو دواړه ناکام او بدنام" شول. خان وايي، د دې لامل دا دی چې د پاکستان اقتصاد "پر جنګ" تکیه دی. البته هغه ټینګار وکړ چې د "ترهګرۍ" د ختمولو لپاره د هغو هدفي عملیاتو ملاتړ کوي چې ولسي خلک پکې "۱۰۰ فیصده" خوندي وي. Читать дальше...

باجوړ کې د جماعت اسلامي په بلنه د ناامنۍ ضد مظاهره شوې

Mashaalradio.com 

په باجوړ کې د جماعت اسلامي په بلنه د ناامنۍ پرضد لاریون او مظاهره شوې ده. د جولای درېیمې احتجاج ته د جماعت اسلامي، عوامي نیشنل ګوند او نورو ګوندونو سیاستوالانو ویناګانې وکړې او له حکومته یې د امنیت غوښتنه وکړه. د خیبر پښتونخوا حکومت او د پاکستان پوځ وايي، په صوبه کې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو ضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د باجوړ په مرکز خار کې دا مظاهره تر هغې یوه ورځ وروسته شوې چې په یوه بمي چاودنه کې د ناوګۍ د انتظامي مشر په ګډون پینځه تنه ووژل او ۱۷ ژوبل شول. ویډیويي رپورټ.

په تېره یوه اونۍ کې پاکستان کې د ورښتونو او سېلابونو پر مهال تر ۶۰ زیات کسان وژل شوي

Mashaalradio.com 

د پاکستان دولتي ټېلېوېژن، د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې او نورو رسنیو د جولای پر دویمه د اېن ډي اېم اې په حواله ویلي دي چې په وژل شویو کې ۲۳ د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي ول چې پکې ۱۰ ماشومان هم شامل دي.

د ګردېز اوسېدونکو د ښار پاکولو لپاره اشر کړی دی

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې اشر یو پخوانی دود دی چې پکې خلک په ډله ییزه او رضاکارانه ډول بېلابېل کارونه ترسره کوي. د جون پر ۳۰مه د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز اوسېدونکو او د ښاروالۍ کارکوونکو په ګډه د ښار د پاکوالي لپاره لستوڼي رانغښتي ول. دوی د ښار واټونه، بازارونه او کوڅې جارو کړې. د ښاروالۍ مسوولین وايي، له دې کاره یې موخه په ولس کې دې فکر ته وده ورکول دی چې د ښار په پاک ساتلو کې باید خپله ونډه واخلی. ویډیويي رپورټ.

د بلوچستان حکومت د ۸ ضلعو د روغتیايي افسرانو دندې ځنډولې دي

Mashaalradio.com 

د روغتیا صوبايي وزیر مجیب پانیزي د جولای پر لومړۍ نېټه په بیان کې وویل چې د کلا عبدالله، کلا سیف الله، بوري (لورالایي)، سېوۍ، ډېره بګټي، چاغي، کچي او جل مګسي ضلعي روغتیايي افسرانو په خپل کار کې ناغېړي کړې نو ځکه یې دندې ځنډوي.

امریکا وايي د پېنټاګان تر ارزونې وروسته اوکراین ته ځینې وسلې نه لېږدوي

Mashaalradio.com 

د سپینې ماڼۍ ویاندې انا کېلي د جولای پر لومړۍ په بیان کې وویل چې د دفاع وزارت له لوري له نورو هېوادونو سره د امریکايي پوځي ملاتړ ته تر بیاکتنې وروسته "د امریکا ګټو ته د لومړیتوب ورکولو" پرېکړه شوې.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

Рублев: Нельзя показывать никаких слабостей Алькарасу






«Крылья Советов» нашли нового форварда

Губерниев иронично обратился к футболистам после драки Смолова в кафе

Псковское гостеприимство отметил кинорежиссёр Ренат Давлетьяров

Прогноз погоды на сегодня, 5 июля