افغانستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې امنیتي پلان لاسلیک کړ
افغانستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې لپاره امنیتي پلان لاسلیک کړ. دا خبره د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه اعلامیه کې کړې ده. له ترکمنستانه د ټاپي د پروژې مدیر محمد متیرات امانوف پرون پنجشنبه(د وري ۲۶مه) کابل ته تللی و او هلته یې د امنیت شورا له مرستیال عبادالله عباد سره دا امنیتي پلان لاسلیک کړی. د امنیت شورا د اعلامیې له مخې د ټاپي امنیتي پلان د څو هېوادونو د هغې لویې پروژې له تطبیق او ودې سره مرسته کوي چې له ترکمنستانه جنوبي اسیا ته ګاز لېږدوي او د سیمهیز ثبات او بسیاینې سبب ګرځي. ... Читать дальше...