په بنو کې زرګونو کسانو د ناامنۍ ضد احتجاجي لاریون کړی
د خیبر پښتونخوا په بنو کې د "امن مارچ" په نوم په احتجاجي لاریون کې د ډزو پر مهال یوشمېر کسان ژوبل شوي دي. د جولای ۱۹مې لاریون د بنو د سوداګرۍ خونو او د سوداګرانو ټولنې په بلنه وشو چې ورته د ګوندونو او سازمانونو مشران، غړي، پلویان او د ښار ګڼ اوسېدونکي ورغلي ول. د لاریون پر مهال چې ځینو کسانو د بنو چاوڼۍ ته د داخلېدو هڅه کوله نو ډزې وشوې چې پکې یوشمېر کسان ژوبل شول. فعالانو پر ټولنیزو شبکو دعوه کړې چې ډزې امنیتي ځواکونو کړې دي خو په چاوڼۍ کې امنیتي ځواکونو او پولیسو لا د هغوی د دې دعوې په اړه څه نه دي ویلي. Читать дальше...