خيبرپښتونخوا کې د ګوزڼ دوه نوې پېښې ثبت شوي
د خیبرپښتونخوا په لکيمروت او ډېره اسماعیل خان ضلعو کې د ګوزڼ دوه نوې پېښې ثبت شوي دي. د پاکستان د پولیو د مخنیوي پروګرام وايي، د دې نویو پېښو په ثبت سره په پاکستان کې سږکال د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۴۵ ته لوړ شو. د دې پروګرام په خبره، د دې پېښو ډېر شمېر په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې ثبت شوي دي، چې د تېرکال په پرتله څو برابره ډېرې شوي دي. د ګوزڼ دا نوې پېښې پهداسې حال کې ثبتیږي، چې د پاکستان د روغتیايي چارواکو په خبره، پرون پهدې هېواد کې د پنځو کلونو کمعمره، ۴۵ میلیونو ماشومان د پولیو ضد واکسین شول. Читать дальше...
