يوشمېر پخواني افغان پيلوټان د امريکا د پيلوټۍ د اسنادو ترلاسه کولو هڅې کوي
د پخواني افغان هوايي ځواک پیلوټان په امریکا کې د پیلوټۍ د اسنادو د ترلاسه کولو په هڅه کې دي. ویرتیکل مجله چې د پیلوټانو اړوند خبرونه خپروي، دوشنبه ناوخته راپور ورکړی چې په تکزاس کې دغو اتلسو افغان پیلوټانو د فدرال هوايي چلند د سند لپاره یو لړ روزنیزې دورې هم ترسره کړې دي. د راپور په اساس دا هغه پیلوټان وو چې د طالبانو په وړاندې په جګړه کې یې MH-6 محاربوي، بلک هاک یا Mi-17 ترانسپورتي هیليکوپترې چلولې. دا پیلوټان که څه هم هر یو له ۳۰۰ تر ۱۲۰۰ ساعتونو د پرواز تجربې لري، خو په امریکا کې د هوایي... Читать дальше...