د ملګرو ملتونو یوې استازې په سوریه کې د اسراییلو وروستی برید خونړی وباله
د ملګرو ملتونو یوې استازې پرون ویلي، د سوریې پر تدمر ښار هغه بمباري چې په نتیجه کې لسګونه کسان ووژل شول، تراوسه په سوریه کې د اسراییل له خونړیو بریدونو و. د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي، په دغه تاریخي ښار کې چې د یونیسکو د فرهنګي میراثونو په فهرست کې شامل دی، په هغه حمله کې چې تېره چهارشنبه وشوه ۷۹ ایران پلوه جګړه مار ووژل شول. د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیالې نجات رشدي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خبرو کې وویل، په سوریه کې د اسراییل هوايي حملې د پام وړ زیاتې شوې دي. Читать дальше...