د بشري حقونو د څار سازمان: له افغان ښځو سره روان تشدد تنظيم شوی او سيستماتيک دی
د بشري حقونو د څار سازمان (هیومنرایټسواچ) وايي، په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره روان تشدد تنظیم شوی او سیسټماتیک دی. په یوه راپور کې چې پرون د دې سازمان پر وېبپاڼه خپور شو راغلي دي چې، د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان نجونو او ښځو کړاو لاهم د نړیوالو پاملرنې ته اړتیا لري. په راپور کې یادونه شوې چې طالبان نارینه هم مجبوروي چې د ښځو په برخه کې د طالبانو اوامر پرځای کړي او د مثال په توګه یادونه شوې چې که یوه ښځه د طالبانو پر ضد اعتراض وکړي یا یې جامې له ټاکلو معیارونو سره سمون ونهلري، نو د هغوی نارینه خپلوانو ته سزا ورکول کېږي. Читать дальше...