Добавить новость
ru24.net
World News
Сентябрь
2021

په افغانستان کې یوازینی پاتې یهود بالاخره له هېواده ووت

0
په افغانستان کې یوازینی پاتې یهود چې د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې یې ویلي و، له خپل هېواده نه وځي، بالاخره پرون ووت. 


د اسراییلي رسنیو د راپور له مخې، زابلون سیمینتوف چې له کلونو راهیسې په کابل کې یوازې اوسېده، په یوه الوتکه کې د امریکا په لور روان شو. 


تراوسه څرګنده نه ده چې ۶۲ کلن سیمینتوف به چېرې لاړ شي، خو مېرمن او نور خپلوان یې اسراییل ته تللي دي. 


ده د سږ کال په پسرلي کې ازادي راډیو ته ویلي و: "که طالبان واک ته ورسېدل، په لتو به یې وباسي." 


خو له دې سره-سره ده درې اوونۍ پخوا او مخکې تر دې چې طالبان کابل ته ننوځي، وویل چې له خپل زېږن ځایه د وتلو نیت نه لري. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса