Добавить новость
ru24.net
World News
Сентябрь
2021

لاریونونه؛ چارواکي: طالبانو د اطلاعات روز ۲ خبریالان وهلي او شکنجه کړي

0
د طالبانو د واکمنۍ نږدې ۲۵ ورځې وشوې خو داسې کمې ورځې تېرې شوي چې د خبریالانو، مدني فعالانو، ښځو او بشرپالو د وهل ټکولو راپور نه وي ورکړل شوی.


پرون چهارشنبه هم یوه داسې ورځ وه. د اطلاعات روز ورځپاڼې د دوو خبریالانو عکسونه د دې ورځپاڼې د چارواکو له خوا خپاره شوي و او په کې د دغو خبریالانو په بدنونو د سختو ګوزارونه شنې او سرې ردې ښکارېدې.


د دې ورځېانې مدیر مسوول ذکي دریابي ازادي راډیو ته وویل چې دوه خبریالان یې تقي دریابي او نعمت الله نقدي په کابل ښار کې د ښځو د مظاهرو د پوښښ پر مهال د طالبانو له خوا نیول شوي او سخت وهل شوي وو.


دریایي زیاته کړه:"زموږ همکاران شااوخوا څلور ساعته وروسته خوشې شول، مګر کله چې دوی دفتر ته ورسېدل، له بده مرغه ان په اسانۍ سره نه شوای تللی او د دوی د بدن په ډېری برخو کې د شکنجې او وهلو نښې لیدل کیدې."




د ښاغلي دریابي په وینا، د دې رسنۍ پنځه کار کوونکي پرون نیول شوي وو، دوه یې روغتون ته د درملنې لپاره انتقال او دوه اوونۍ استراحت ورکړل شو.


که څه هم طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو یو شمېر خبریالان د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوه لاریون د پوښښ پر مهال د طالبانو له خوا ونیول شول او څو ساعته وروسته خوشې شول.


د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق ازادي راډیو ته وویل چې دا خبریالان نه وو پیژندل شوي او نه یې د کار اجازه نامې درلودې.


که څه هم طالبانو ټینګار کړی چې ژورنالیستان به په ازاده توګه فعالیت کوي، خو په څه باندې شلو ورځو کې په بې شمېره خبریالانو باندې د طالبانو له خوا لاس پورته شوی او وسایل یې ترې اخیستل شوي.


د اطلاعات روز ورځپاڼې مدیر مسوول ذکي دریابي زیاتوي، دوی له طالبانو د ښو هیله درلوده خو تمه یې برعکس وخته: "موږ هیله درلوده چې طالبان به د بیان د ازادۍ په اړه رسنیو او نړیوالې ټولنې ته څه وايي، کره او رښتینې خبره به وي. مګر متاسفانه په وروستیو ورځو کې د دوی چلند له خبریالانو سره وګورئ دا ښکاروي څه چې د دوی مشرتابه د بیان د ازادۍ په اړه وايي، له هغه څه سره چې خبریالانو سره پیښیږي په ټکر کې دي."


په وروستیو څو ورځو کې د کابل ښار او د افغانستان یو شمېر ولایتونه د لاریونونو شاهد دي، خو لاریونوال اکثر د طالبانو له تاوتریخجن چلند شکایت لري.


داسې اکثر پېښې راپور شوي چې طالبانو د لاریون کوونکو د شړلو لپاره هوایي ډزې کړي او یو شمېر لاریون کوونکي او خبریالان یې نيولي یا يې لاس پرې پورته کړی.


د طالبانو د حکومت ویاند او  د دوی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته د لاریون پر مهال د خبریالانو د نیولو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې لاریون خپل اصول لري چې باید رعایت شي.


مجاهد زیاته کړه: "هغه مظاهرې چې موږ یې اوس وینو خپل سرې دي او ګډوډي په کې پارول کېږي. موږ هغه حلقې پیژنو او پوهیږو چې د دې لاریونونو تر شا دي او له بهره د بحران رهبري کوي، هڅه کوي ، ګډوډي رامنځته شي. ښار په ګډوډۍ او خلک هم اندېښمن وي. "




مجاهد دا هم وویل، تر هغو لاریون ته اجازه نشته چې قانوني ادارې برحاله شوې نه وي او د مظاهرو قوانین او لوایح نه وي واضح شوي.


د بښنې نړیوال سازمان بیا پرون د طالبانو په وروستیو کړنو اندېښنه ښودلې.


د دغه سازمان د جَنوبي اسیا د کمپاینرې سمیرا حمیدي په حواله په یوه اعلامیه کې راغلي: "طالبانو په وار- وار ټینګار کړی چې دوی به بشري حقونو ته درناوی وکړي، خو دا ادعاوې د هغه څه سره په بشپړ ډول توپیر لري چې اوس مهال د افغانستان په ښارونو کې لیدل کېږي."


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم پرون له طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې د خبریالانو او فعالانو په وړاندې د طالبانو د زور زیاتي د راپورونو په تړاو وویل چې د طالبانو کړنې څاري او مهمه ده چې ښکاره شي ایا دا تاوتریخجنې کړنې د دوی تګلارې دي یا که څه پالیسیانې هم لري.


ښاغلي بلېنکن یو ځل بیا ټینګار وکړ چې متحده ایالات او د نړۍ ډېری هېوادونه د افغانستان له خلکو سره مرستو ته ژمن دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса