طالبانو مزارشریف کې ۱۳ تنه مظاهره چیان نیولي
لسګونه کسانو په مزارشریف کې د مقاومت د جبهې په ملاتړ مظاهرې ته وتلي و چې له ډلې یې یو شمېر ونیول شول.
د بلخ د امنیه قوماندانۍ په اعلامیه کې راغلي چې هر ډول مظاهرې او غونډې باید له مخکې له طالب چارواکو سره همغږې شي.
طالبانو پرون په یوه اعلامیه کې ګواښ کړی چې څوک د مظاهرو حق نه لري.
د نننیو مظاهره چیانو له ډلې سمیه فاروق ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو خلک سره بېل کړي او د خبریالانو په شمول یې ۱۳ کسان بندیان کړي.
