Добавить новость
ru24.net
World News
Сентябрь
2021

باخ: له هېواده وتلو افغان لوبغاړو المپیکي لوبو کې ګډون درلود

0
د المپيک نړیوالې کمېټې ویلي، ګڼ هغه افغان لوبغاړي له هېواد بهر وتلي چې په المپيکي لوبو کې یې ګډون کړی و.


دا خبره د دې کمېټې رئیس توماس باخ پرون وکړه.


هغه وویل، د توکیو د ۲۰۲۰ میلادي کال د المپیکي لوبو او پارا المپيکي لوبو ټولو ګډونوالو افغان لوبغاړو ته بشري ویزې ورکړل شوي او ګڼو یې هېواد پرېښی دی.


باخ ویلي، د توکیو د المپیکي لوبو په پای کې د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د افغان لوبغاړو د برخلیک په اړه خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړې وې.


د هغو افغان لوبغاړو له ډلې چې تر ټولو تازه یې هېواد ته د بېرته نه ستنېدو پرېکړه کړې ده د پارا المپیک دوه لوبغاړي ذکیه خدایدادي او حسین رسولي دي.


له کله چې طالبان واکمن شوي نړیوال د ګڼو نورو ټولنیزو او هنري برخو په څېر د افغانستان د ورزش په اړه هم سخت اندېښمن دي.


طالبانو که څه هم د نارینه‌وو له ورزش سره مخالفت نه دی ښودلی خو د راپورونو پر اساس د ښځو له سپورټ سره یې لیوالتیا نه ده ښودلې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса