Добавить новость
ru24.net
World News
Сентябрь
2021

سره صلیب کمېټه: بشرپال سازمانونه او نړیوال بانک دې افغانستان سره مرستې بیا پیل کړي

0
د طالبانو له‌خوا د نظام نسکورېدو او د بشردوستانه مرستو محدودیت دا مهال ټولو برخو په ځانګړې توګه د افغانستان په روغتیایي سیستم سیوری غوړولی دی.


افغانستان د نورو ستونزو ترڅنګ دا مهال د کرونا ویروس له ګواښ سره هم لاس او ګرېوان دی.


د کابل افغان-جاپان روغتون سرطبیب طارق احمدي بیا د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې لپاره د دغه دولتي روغتون په ستونزو خبرې وکړې کوم چې له یوې میاشتې راهیسې ورسره مخ دي.


د ښاغلي احمدي په وینا، دوی د درملو او طبي تجهیزاتو له کمښت سره مخ دي او له بلې خوا، د افغان-جاپان روغتون کارمندانو معاشونه له درېیو میاشتو راهیسې نه‌دي ورکړل شوي.


ښاغلي احمدي د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۱۸» ازادي راډیو ته وویل: "د نړیوال بانک او نورو مرسته کوونکو ادارو لکه د روغتیا نړیوال سازمان او یونېسف له‌خوا د مرستو په بندېدو سره، کومو چې موږ سره د طبي تجهیزاتو په برخه کې مرسته کوله، اوس د دې ترڅنګ چې معاشونه نه‌ورکول کېږي، موږ د تجهیزاتو له کمښت سره مخ یو، د کرونا ناروغانو لپاره د افغان-جاپان روغتون تجهیزات باید بشپړ وي."




نړیوال بانک چې د دغه روغتون له تمویلوونکو څخه و، اوس خپلې مرستې درولې دي.


دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په نورو بشردوستانه سازمانونو او نړیوال بانک غږ کړی چې له افغانستان سره خپلې مرستې بیا پیل کړي او د روغتیایي سیستم ملاتړ ته دوام ورکړي.


د دغې کمېټې مشر پیتر مورېر چې افغانستان ته‌یې څلور ورځنی سفر درلود، وویل چې له افغانستان سره میلیاردونه ډالر بهرنۍ مرستې بندې شوي او په افغانستان کې د لوېدیځ تر ملاتړ لاندې حکومت له سقوط وروسته دغه هېواد له یو کړکېچن وضیعت سره مخ شوی دی.


نوموړي د دغه څلور ورځني سفر پر مهال له طالب چارواکو له هغې ډلې ملا عبدالغني برادر سره هم کتلي.


پیتر مورېر په یوه خبري ناسته کې وویل: "د سره صلیب نړیواله کمېټه هېڅکله د بندیزونو په اړه درېځ نه‌نیسي، خو د روغتیا سکټور لپاره د نړیوال بانک ملاتړ خورا اړین دی."




د  سره صلیب او سرې میاشتې د ټولنو فدراسیون تر دې مخکي هم ویلي و چې جګړې، وچکالۍ او د کرونا ویروس ۱۸ ملیونه افغانان بشري مرستو ته اړ کړي دي.


پر دې سربېره، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د سرمنشي مرستیال افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي و چې د دغه هېواد نیمایي نفوس بشري مرستو ته اړ دي.


همداراز د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې ۱۸ ملیونه افغانان یا د افغانستان له نیمایي زیات وګړي د نړیوالو پر مرستو متکي دي.


ملګرو ملتونو د دغه سازمان پر غړو هېوادونو غږ کړی چې افغانستان ته د بشري مرستو لپاره یوه بېړنۍ غونډه راوبولي.


خو طالبانو بیا اوسنی کړکېچ لنډمهاله بللی او ویلي یې دي چې د حکومت په جوړېدو سره به وضعیت ډېر ژر عادي حالت ته راشي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса