فیلیپو ګراندي د افغان او سوري کډوالو پر وضعیت خبرو لپاره ترکیې ته تللی
ترکیه په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو ستر کوربه دی. په دغه هېواد کې ۳ نیم ملیونه سوریهوال او ۳ لکه افغانان دېره دي.
ګراندي چې د چهارشنبې په ورځ ترکیې ته رسېدلی، تر سبا شنبې پورې به په دغه هېواد کې وي.
ده د ترکیې له کورنیو چارو وزیر سره د خپلې کتنې په اړه پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې نورو نړیوالو مرستو ته اړتیا ده.
په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ترک چارواکو خپلې خاورې ته د ډېر شمېر افغان پناه غوښتونکو د ورتګ د احتمال په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده.