د قطر ځانګړی استازی: له نن څخه به د کابل هوايي ډګر په تدریج پرانیستل شي
مطلق بن ماجد القحطاني پرون (پنجشنبه) وویل، د کابل نړیوال هوايي ډګر په سلو کې ۹۰ فعاله شوی، خو په پام کې ده چې په تدریج پرانیستل شي.
د القحطاني په وینا پرون له دې هوايي ډګره یوه الوتکه والوته.
دا هوايي ډګر له افغانستان څخه د بهرنیو اتباعو او دغهراز هغو افغانانو د ایستلو لپاره مهم دی چې په خپل هېواد کې خپل ژوند له خطر سره مخامخ ګڼي.