Добавить новость
ru24.net
World News
Сентябрь
2021

له افغانستانه د سرتېرو وتل؛ امریکايي پوځي چارواکي د سنا جرګې پوښتنې ځوابوي

0
د امریکا متحده ایالاتو د سنا جرګې د وسله‌والو خدماتو کمېټه وايي، څو تنه جګپوړي پوځي چارواکي به له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د دې کمېټې د غړو پوښتنو ته ځواب ووايي.


د دې کمېټې په وینا، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت د عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر، د سنتکام یا په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال کېنت مک‌کنزي او دفاع وزیر لوېډ استېن په شمول یو شمېر جګپوړي پوځي چارواکي به د سنا جرګې استماعیه غونډې ته حاضر شي.


د سنا جرګې د وسله‌والو خدماتو کمېټې پرون/ پنجشنبه په یوه بیان کې ویلي چې د دې استماعیه غونډې هدف دا دی چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل وارزوي او د افغانستان له ۲۰ کلنې جګړې پر زده کړو درسونو رڼا واچول شي.


د سنا جرګې د وسله‌والو خدماتو کمېټه به په دې اړه دوه غونډې ولري چې  لومړنۍ به‌یې د سپټمبر په ۱۶مه او دوهمه د سپټمبر په ۲۸مه وي. 


غونډې به غیر علني وي او د افغانستان پر وروستیو حالاتو به هم غور وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Обидчица Елены Рыбакиной повторила достижение Марии Шараповой






Умер актер из «Универа» и «Склифосовского» Олег Юдин

Какой погоды ждать жителям Северо-Запада на выходных

Заммэра Москвы Сергунина рассказала о волонтерской акции «Улицы героев»

Праздник 23 Февраля в ТРЦ «Нора»