Добавить новость
ru24.net
World News
Сентябрь
2021

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو حکومت ټول‌شموله نه‌دی او ورته اندېښمن یو

0
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له لوري پر نوي رامنځته شوي سرپرست حکومت نیوکې کړي او په وینا یې دا کابینه د افغانستان استازیتوب نه‌کوي او نه هم ټول‌شموله ده.


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس په یو خبري کنفرانس کې ویلي، دا په حقیقت کې هغه څه نه منعکس کوي چې نړیوالې ټولنې یې تمه لرله.


نوموړي همدارنګه د دې ډلې له‌خوا د جوړې شوې کابینې د ځینو غړو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.


ښاغلی پرایس زیاتوي: "د سرپرست حکومت په اړه زموږ غبرګون  تاسو اورېدلی چې موږ د شمولیت نشتوالي، د ځینو کسانو د مخینې په اړه چې دا مهال په دغه کابینه کې شامل دي اندېښمن یو. دا په حقیقت کې د متحده ایالاتو په ګډون د نړیوالې ټولنې غوښتنې نه پوره کوي."


خو هغه زیاتوي چې امریکا به له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.




په ورته مهال، سعودي عربستان بیا هیله ښودلې چې د طالبانو په مشرۍ د سرپرست حکومت راتګ به له دغه جنګ ځپلي هېواد سره مرسته وکړي چې "ثبات" تأمین او تاوتریخوالی او افراطیت له‌‍منځه ولاړ شي.  


د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود پرته له دې چې د حکومتدارۍ لپاره د طالبانو د چلند په اړه  جزئیات ورکړي ویلي چې سعودي عربستان به د افغانانو د انتخاب ملاتړ وکړي.


افغان طالبانو د سې شنبې پر ورځ د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې د غړو په ګډون ۳۳ تنه نوي چارواکي اعلان کړل.


خو د نوې کابینې مشر ملا محمد حسن اخوند په خپله د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې دی.‌


همداراز د طالبانو له‌خوا د کورنیو چارو لپاره معرفی شوی سرپرست وزیر د حقاني شبکې مشر سراج‌الدین حقاني، اېف‌بي‌ای ته د مطلوبو کسانو په لېست کې شامل دی.‌




د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه او بهر له ګڼو نیوکو سره مخ شوې ده.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د طالبانو د کابینې لېست‌یې لیدلی او پام‌یې دی چې ټول غړي یې طالبان او یا هم دې ډلې ته نږدې کسان دي.


د امریکا حکومت همداراز د طالبانو په کابینه کې د ښځو نشتوالي ته هم اشاره کړې ده.


خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس یو ځل بیا ټینګار ګړی چې د طالبانو خبرو ته نه،‌ بلکې د دوی عمل ته په کتو به‌یې په اړه قضاوت کېږي.


ښاغلی پرایس وايي: "د افغانستان راتلونکي حکومت سره زموږ اړیکې به د هغو د ځوابونو پر بنسټ وي، که چېرې د افغانستان حکومت زموږ او د نړیوالې ټولنې کلیدي او مهمو پوښتنو ته ځواب ورکړي."


طالبانو د تېرې اګست میاشتې پر ۱۵مه نېټه پر پلازمېنه کابل ولکه ټینګه کړه.


که څه هم طالب چارواکو د تېرو درې اوونیو په ترڅ کې بیا بیا ژمنه کړې وه چې یو ټول‌شموله حکومت به جوړوي، خو په هغه لېست کې چې سې شنبه د طالبانو له‌خوا اعلان شو،‌ د نوي حکومت ټول غړي یې پخواني طالب چاواکي او یا هم دې ډلې ته نږدې کسان دي.




همداراز د ښځو چارو وزارت هم د طالبانو په حکومت کې نه‌شته او کابینه کومه بله ښځینه غړې هم نه‌لري.


خو د طالبانو د مطبوعاتي دفتر یو غړي بلال کریمي تر دې مخکي ازادي راډیو ته ویلي چې کابینه لا بشپړه نه‌ده جوړه شوې او ډېری وزارتونه او معینیتونه لا نه‌دي اعلان شوي.


د ده په وینا چې د بشپړې کابینې جوړېدو ته باید انتظار ووېستل شي او ټولو هغو کسانو ته به ونډه ورکړل شي چې ځان محروم حسابوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Буэнос-Айрес (ATP). 1-й круг. Карбаллес Баэна встретится с Лайовичем, Дьере – с Мюллером






Тяжело пострадавший в ДТП с автобусом Lux Express в России гражданин Эстонии скончался

В RooX UIDM расширены возможности аутентификации сотрудников

Компания Дэвида Бекхэма зарегистрировала в России бренд David Beckham

Один человек пострадал при взрыве газового баллона в многоэтажке в Москве