Добавить новость
ru24.net
World News
Сентябрь
2021

روغتیا وزارت: له لږو امکاناتو سره سره ډېری ولایتونو کې د معتادینو درملنه دوام لري

0
په افغانستان کې د ډېری بهرنيو سفارتونو له تړلو سره سم، له نشه‌يي موادو سره د مبارزې او معتادینو د درملنې په برخه کې د مرستندويه مؤسساتو فعاليتونه هم بند شوي دي.


که څه هم د معتادینو د درملنې هغه مرکزونه چې په بهرنیو مؤسساتو پورې تړلي وو خپل فعالیتونه بند کړي دي، خو د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې د افغانستان په ۳۳ ولايتونو کې دولتي مرکزونه د پخوا په شان فعال دي او د معتادینو درملنه کوي.


د عامې روغتیا وزارت نشه‌يي موادو غوښتنې کمولو رئیس ناصر شريفي ازادي راډيو ته وويل، په افغانستان کې د نوي بدلون په راتلو سره د معتادینو د درملنې مرکزونه هم د خوړو او درملو په برخه کې له ستونزو سره مخ شوي دي.


ښاغلی شریفي وايي: "په مالي برخه کې يوه سلسله مالي ستونزې لرو. دا ستونزې د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې د خوړو او معتادینو لپاره د درملو ستونزه ده، خو زموږ روغتیايي مرکزونه اوس هم د پخوا په شان د افغانستان په ۳۳ ولايتونو کې د معتادینو درملنه کوي. په کابل ښار کې د معتادینو راټولول د پخوا په شان دوام لري، تېره اوونۍ مو هم يوه ډله معتادین راټول کړل او په دې اوونۍ کې مو هم راټول کړي دي، نږدې دوه درې سوه بې‌سرپناه معتادین مو راغونډ کړي دي."




د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره، د امريکا متحده ایالاتو د قانون عملي کولو اداره او کولمبو پلان هغه لوی بهرني مؤسسات وو چې په افغانستان کې يې د معتادینو د درملنې په برخه کې مرستې کولې، خو ځينې سرچينې وايي چې اوس په افغانستان کې د دې درې واړو مؤسساتو فعاليتونه په ټپه درېدلي دي.


په وروستيو کلونو کې د کابل ښار په ډېرو سيمو کې نشه‌يي مواد ازادانه خرڅېدل، خو اوس چې څوک ازادانه نشه‌يي مواد نه‌شي خرڅولای، ځيني خلک بيا هم په پټه په کوڅو او نورو پټو ځايونو کې پر معتادینو باندې نشه‌يي مواد خرڅوي.


د معتادینو د درملنې د يوه مرکز ډاکتر وليد حسين‌خېل وايي، دا چې اوس نشه‌يي مواد اسانه نه پيدا کېږي، معتادین اړ شوي چې په خپله خوښه د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته ورشي، له همدې امله دوی د درملنې په برخه کې تر پخوا ډېرو امکاناتو ته اړتیا لري.


ښاغلي حسین‌خېل زیاته کړه: "کوم کسان چې په نشه‌يي موادو معتاد دي، اوس په مشکل سره نشه‌يي مواد ترلاسه کولای شي، له همدې امله ډېر معتادین په خپله خوښه حاضر شوي دي چې درملنه‌يې وشي."




د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د معتادینو د درملنې تر ۸۰ ډېر دولتي او نادولتي مرکزونه فعالیت کوي چې په کال کې تقريباً د ۴۰ زرو معتادینو درملنه کوي، خو د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، معتادین نشه‌يي مواد اسانه ترلاسه کولای شي، له همدې امله تر درملنې وروسته په ۱۰۰ کې تر ۶۰ ډېر معتادین بېرته په نشو اخته کېږي.


د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:




 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Делрей-Бич (ATP). 1/4 финала. Кецманович играет с Гироном, Фриц встретится с Давидовичем-Фокина






«Желтый» уровень опасности погоды объявили в Московском регионе из-за гололедицы

Бразилия вытеснила Вьетнам с позиции главного поставщика кофе в Россию

Трамп назвал блестящей речь Вэнса с критикой Евросоюза

После ночного пожара в Домодедово организована проверка