Добавить новость
ru24.net
World News
Сентябрь
2021

شاه محمود قریشي: افغانستان سره مرسته د نړیوالې ټولنې ګډ مسؤلیت دی

0
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرشامحمود قریشي وایي، دا د نړیوالې ټولنې ګډ مسولیت دی چې له افغانستان سره مرسته وکړي څو دا هیواد له بشري ناورین سره مخامخ نه شي.


قریشي دغه څرګندونې اسلام اباد ته د هسپانیا د بهرنیو چارو د  وزیر خوزې مانویل البیرس ترسفرمخکې وکړې. البیرس له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه د خبرو لپاره نن اسلام اباد ته رسیدلی.


قریشي وویل، په افغانستان کې بشري ناورین به  په سیمه او نړۍ کې د هیچ چا په ګټه نه وي. 


پاکستان وايي هڅه کوي چې نړیواله ټولنه د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي څو  کابل کې د طالبانو حکومت وکولی شي چې پر دې پیسو د ممکن ناوړه بشري وضیعت مخه ونیسي. 


  تیره میاشت چې کله طالبانو کابل ونیو، د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا نهه ملیارډ ډالره شتمني د نیویارک د فیډرالي خزاني په ګډون په بهرنیو بانکونوکې کنګل شوې او د طالبانو اداره ورته لاسری نه لري.


په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته ددې هیواد د وضیعت په اړه د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د پاکستان د بهرنیو  چارو وزیر شا محمود قریشي او  نور پاکستاني چارواکو لیدنې کتنې زیاتې شوې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Определился соперник Андрея Рублёва во втором круге турнира ATP-500 в Роттердаме






США переманивают ключевого союзника России: как повлияет новый военный меморандум и чем это грозит Москве?

Посетители назвали здание Электрозавода «аварийным»

Ягудин: если есть возможность выступить в нейтральном статусе — надо хвататься

Легкоатлет Шубенков сравнил выборы МОК с серией из мультфильма «Южный парк»