افغان کرکټر محمد نبي د نړۍ ٰالرونډرانو' تر منځ لومړی مقام خپل کړ
د کرکټ نړیوالې شورا له خوا تازه رده بندۍ پرون خپرې شوې چې په کې محمد نبي په ۲۸۵ نمرو په دې ډله کې لومړي مقام ته ورسېد.
په یو ورځنیو لوبو کې بیا محمد نبي دویم مقام لري.
محمد نبي تر دې مخکې هم څو واره د الرونډرانو په ډله کې د درېیو لومړیو لوبغاړو په ډله کې راغلی و.
د کرکټ د نړیوالې شورا له خوا په تازه خپرو شوېو درجه بندیو کې د افغانستان د کرکټ مشهوره څېره راشد خان په شل اوریزو لوبو کې لږ څه شاته تللی. پخوا لومړی و خو اوس په درېیم مقام ولاړ دی.
بل توپ اچوونکی مجیب الرحمن د یو ورځنیو بالرانو په ډله کې درېیم مقام لري.