د امریکا فورټ مک کای ۹۷ سلنه افغان کډوالو ته واکسینونه لګول شوي
فورټ مک کای کې چې په ویسکانسن کې موقعیت لري امریکا ته د تازه لېږدول شوېو افغان کډوالو له ډلې ۱۲۷۰۰ کسان په کې مېشت شوي دي.
د دې پوځي اډې چارواکو ویلي چې په ډله ییزه توګه یې افغان کډوال د کووېډ نولس، سرخکان/شري، چیچک او نورو څو ویروسو په وړاندې واکسین کړي دي.
په دومره لوی شمېر د افغان کډوالو د بشپړ واکسینولو خبر داسې وخت ورکول کېږي چې تازه امریکا ته د ستنو شوېو افغان کډوالو سره دغه هېواد ته د توبرکلوز/نري رنځ او ځینو نورو خطرناکه ناروغیو د انتقال اندېښنې هم زیاتې شوي دي.
متحده ایالاتونو له افغانستانه شااوخوا ۱۲۴ زره کسان واایستل او په کې اکثر هغه افغانان و چې پخوا یې له دوی سره کار کړی و.
دا کډوال په دننه امریکا او له دغه هېواد بهر په پوځي اډو کې مېشت شوي او دمګړۍ یې د ویزو او دایمي مېشتېدو پروسه روانه ده.