Добавить новость
ru24.net
World News
Сентябрь
2021

کونړ کې کډوال: د پاکستان له توپچي ډزو مو سرونه راایستي، مرستې راورسوئ

0
د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ اړوند له څپرې او نورو سیمو راکډه شوې کورنۍ شکایت کوي چې مرستې ورته نه رسیږي.


د دوی په خبره چې د پاکستانیو ځواکونو د توپچې او نورو وسلو د ډزو له امله يې خپل کورونه پرې ايښي دي.


۳۵ کلن ذاکرالله چې ماشومان يې همدا نن له خپل کلي څپري د سرکاڼو ولسوالۍ مرکز ته را رسولې وايي،  پاکستاني پوځونه يې شپه او ورځ پر کورونو او کلیو د توپونو او نورو وسلو ډزې کوي چې په کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.


د هغه په خبره چې د ډېرو ډزو له امله يې په خپله سېمه کې ژوند کول ګران شوی، نو ځکه يې د سرونو خوندي کولو لپاره کورونه پريښودل.


ذاکرالله وایي: "ډېرې ورځې کېږي چې دا د توپونو ګولۍ راځي او زموږ پر کورونو لګیږي، موږ هم له دې ګولیو له امله کډوال شوي یو.هره ورځ زموږ له سیمې کورونه راوځي چې تراوسه د پنځوسو په شااوخوا کې کورنۍ کډوالې شوي چې نن سبا د سختو ستونزو سره مخ دي. ډزې اوس هم راځي او پاکستاني ځواکونه د څپري او نورو نږدې ساحو کې ځنګل وهل هم دوام لري."


حاجي جمعه خان وايي، له څپرې او نورو کلیو يې په لسګونه کډوالې کورنۍ راغلي، سور لمر او سپېرو میدانونو کې د ژوند شپې ورځې تېروي.


جمعه خان زیاتوي:"مرمۍ راځي د مرمیو له وېرې راغلي دي چې خطر نه وي نو څوک خپل کور او کلی پريږدي.پنځلس کورنۍ زما د کور خوا کې پرتې دي، نه سرپناه لري، نه خوراک او څښاک لپاره مواد، په سپېره میدان، وږي تږي پراته دي."


د دوی په خبره چې بې روزګارۍ، د خوراکي توکو د نرخونو لوړوالي او کډوالۍ ګڼو ستونزو سره مخ کړي، له طالب چارواکو او نورو خیریه موسسو غواړي چې لاس نیوی يې وکړي.


که څه هم طالب چارواکي د پاکستانيو پوځیانو د تازه بریدونو په اړه څه نه وايي، خو کډوالو ته ډاډ ورکوي چې مرستې به ورسره وشي.


د کونړ والي ویاند مولوي نجیب الله حنیف ازادي راډیو ته وویل: "ټول بې کوره شوي کسان زموږ ورونه دي، هغوی له څپرې،ګنجګل او یا نورو سېمو راغلي دي. موږ کوښښ کوو چې دغو کډوالو ته د سروې ډلې ور ولېږو، موږ ټولو خیریه موسسو ته ویلي چې باید د کډوالو ستونزې هوارې او خداي دې وکړي چې دغه ټول کډوال بېرته په عزت خپلو کورونو ته ستانه شي."


د خلکو په خبره چې له ۲۰۱۰ کال څخه د پاکستان پوځ کونړ کې د ډیورنډ کرښې سره پرتې سېمې پر توپونو او نورو وسلو ولې چې تر اوسه په کې پر لسګونو کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي او په زرګونه کورنۍ د خپلو مینو پريښودو ته اړې شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Анна Блинкова вышла во второй круг турнира WTA-250 в Клуж-Напоке, обыграв Соррибес-Тормо






Европейские банки поднимают порог: русские ищут новые финансовые убежища

Позднякова: Атмосферное давление в Москве достигло 774,5 миллиметра ртутного столба

У жителя Подмосковья забрали дом за производство наркотиков

Москвичку оштрафовали на 855 тысяч за покупку машины за наличные