جرمني له افغانستان او ګاوڼدیو هېوادونو سرهیې ۵۰۰ ملیونه یورو مرسته کوي
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې هایکو ماس دا خبره پرون د جي شل هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وکړه.
تر اوسه پورې د هغو هېوادونو نومونه نهدي یاد شوي چې جرمني غواړي د افغانستان ترڅنګ له هغوی سره هم مرسته وکړي.
هایکو ماس ویلي اصلي لومړیتوبیې دا دی چې په افغانستان کې نوي راپیدا شوي بشري ناورین ته رسیدګي وشي.
د هغه په خبره دا ناورین د سیمې ټیکاو ته یو ګواښ دی.
د طالبانو لاس ته د کابل د لوېدو په تعقیب د افغانستان نږدې ۱۰ میلیارده ډالره پیسې په امریکا کې کنګل شوې چې ورسره د خلکو بېوزلي لا زیاته شوه.