د تاجکستان ولسمشر: طالبان دې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي
ښاغلي رحمن دغه څرګندونې پرون پنجشنبه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته له مخکې په یوه ثبت شوې وینا کې کړي او ویلي یې دي چې دا ډول یو حکومت به په دغه جګړهځپلي هېواد کې کړکېچونه کم کړي.
ښاغلي رحمن په افغانستان کې د وروستیو پېښو په اړه خپلې اندېښنې بیا مطرح کړې او هغهیې د سیمې سولې او ثبات ته یو جدي ګواښ بللی.
طالبانو د تېرې اګسټ میاشتې په ۱۵مه کابل ونیو چې ورسره د مرکزي اسیا یو شمېر هېوادونو اندېښنې څرګندې کړي چې ښایي د افغانستان له خاورې یې هېوادونو ته امنیتي ګواښونه متوجې نهشي.
دغو هېوادونو همداراز اندېښنه څرګنده کړې چې ښایي په لسګونه زره افغان کډوال پرې ورمات شي، خو طالبانو نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړی چې له افغانستانه به نورو هېوادونو ته ګواښ متوجې نهشي.
پر طالبانو د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو فشارونه وروسته تر دې زیات شوي چې د نوې اعلان شوې کابینې غړي یې ټول نارینه او اکثرهیې هغه سختدریځي دي چې ډېر وختیې په جګړو کې تېر شوی.