طالبانو په ارزګان کې د انسان تښتوونکو یوه اته کسیزه ډله ونیوله
د ارزګان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر کامران اخندزاده نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه ډلهیې په دهراوود ولسوالۍ کې نیولې ده.
ښاغلی اخندزاده زیاتوي: "کومو کسانو چې دوه ورځې وړاندې یې په دهراوود ولسوالۍ کې یو کس تښتولی او د دغه کس له کورنۍ څخهیې پیسې غوښتې، د خوشحالۍ ځای دی چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د ډېرو کوښښونو وروسته هغه راخوشې شو او په تړاو یې ټول کسان ونیول شول."
اخندزاده زیاته کړه چې له تحقیقاتو ورورسته به د سړي تښتوونکو دغه ډله رسنیو ته هم ښکاره کړي.
هغه همدارنګه وویل چې دوه ورځې وړاندې یې یو ماشوم هم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی و.