Добавить новость
ru24.net
World News
Июль
2024

د پاکستان بشري حقونو کمېشن وايي حکومت دې له خلکو د بیان ازادي‌ نه اخلي‌

0
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن وايي چې حکومت دې معلوماتو ته په لاسرسي کې ولس ته ستونزې نه جوړوي او په ایین کې دې یاد شوي حقونه ورکړي. د کمېشن د خیبر پښتونخوا څانګې مشر اکبر خان مشال ته وویل چې له وروستیو حکومتي پرېکړو داسې ښکاري چې نه یوازې به د بیان ازادي زیانمنه کړي بلکې د بشري حقونو پر کارکوونکو به هم اغېز وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د قانون وزارت په اسلام اباد کې یوشمېر عدالتونو ته په انټرنېټي جرمونو کې د ککړو کسانو پرضد د مقدمو پر مخ وړلو ته خواست کړی دی. یاد وزارت ویلي چې هغه مقدمې به د ۲۰۱۶ز کال د برېښنايي جرمونو د مخنیوي له قانون (پېکا) سره سمې پر مخ ځي. په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځ ویاند دعوه وکړه چې ځینې کسان پر ټولنیزو شبکو (وېره) خپروي او ده داسې کسانو ته د (برېښنايي ترهګرۍ یا ډېجېټل ټېررېزم) اصطلاح وکاروله. د پاکستان حکومت دا هم ویلي دي چې د انټرنېټ کارونې او ټولنیزو شبکو د څار لپاره د یو انټرنېټي او برېښنايي دېوال یا ډېجېټل فایر وال عملي کولو هڅه کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса