د پېښور اوسېدونکي وايي چې ګرمۍ، برېښنايي پارچاو یا لوډشیډنګ او د بجلۍ لوړو بېلونو زښت په تکلیف کړي دي. د اګست پر اوومه د ښار په مسکین اباد کې ښځو او سړیو د اوبو او برېښناي ادارې (واپډا) دفتر مخکې ته د لوډشیډنګ او لوړو بېلونو پرضد احتجاج وکړ. مظاهرچیانو مشال راډیو ت وویل چې بجلي نه وي خو بېلونه ورلېږدول کېږي او چې څوک یې ادا نه کړي نو پولیس یې نیسي. په دې اړه راپور د مظاهرچیانو په نعرو پیلېږي.