Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

په وډ کې د مهرالله محمد حسني پر ګاډي بريد کې ۲ کسان وژل شوي، نوموړی "لادرکه" شوی

0
د بلوچستان د خضدار ضلعې په وډ سيمه کې د ناپېژندليو وسلوالو په بريد کې د وژل شويو دوو کسانو مړي انتظامي چارواکو تر طبي کتنو وروسته د هغوی خپلوانو ته سپارلي دي.

د خضدار انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) یاسر اقبال دشتي د نومبر پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې په هغه بريد کې درې کسان ژوبل شوي هم دي چې دا مهال د خضدار په ضلعي روغتون کې بستر دي.


هغه زياته کړه چې د اواران سيمې قبايلي مشر مهرالله محمدحسني د نومبر پر ۱۴مه شپې مهال له خپلو ساتونکو سره يو ځای په يو ګاډي کې له کوټې څخه د بلوچستان د حب پر لور روان وو چې په وډ سيمه کې ناڅرګنده کسانو بريد ورباندې وکړ.


د ياسر دشتي په وينا، تر بريد وروسته محمدحسني لادرکه شوی دی او سرحدي ځواکونو (اېف سي) او لېويز سرتېرو په سيمه کې د هغه د لټون عمليات پيل کړي دي خو تر اوسه يې نه دی موندلی.


بلخوا پر ټولنيزو شبکو يوشمېر کسانو ادعا کړې چې مهرالله هم په هغه بريد کې وژل شوی دی، خو د دې ادعا د تصديق لپاره يې څه ډول ثبوت نه دی وړاندې کړی. پر ټولنيزو شبکو په خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې هغه ته منسوب ګاډی سوځول شوی دی.


محمدحسني د بلوڅ بېلتون پاله مشر ډاکټر الله نذر له نېږدې خپلوانو دی. هغه څو کاله وړاندې حکومت ته تسليم شوی وو او اړيکې يې ورسره سمې کړې وې.


تر اوسه پر مهرالله محمدحسني د بريد ذمه واري چا نه ده منلې، خو تر دې وړاندې په هغو سيمو کې پر حکومتي ځواکونو او ځينو حکومت پلوه کسانو د زياترو بريدونو ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسلوالو ډلو منلې ده.




 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Рафаэль Надаль

«Даже не цирк, а позор». Лучший теннисист Казахстана раскритиковал Рафаэля Надаля






Военная академия РВСН: приемные группы в 7 регионах России в 2025 году

Вице-спикер Словакии обсуждает с Россией энергетическое сотрудничество

Зарубил двух старушек. Как Достоевского вдохновляли московские убийцы

Хотела квартиры? Седокову обвиняют в убийстве Тиммы из-за жилья в Москве