د امريکا د ولسمشر جو بایډن هغه پرېکړه، چې کییف ته يې اجازه ورکړې چې د امريکا لخوا په ورکړل شويو اوږد واټن ویشتونکو توغندیو سره په روسیه کې دننه ژور هدفونه په نښه کړي، په داسې وخت کې راځي چې پر اوکراین د روسيې د يرغل ۱۰۰۰ ورځې شوې دي. د اوکراين ځینې کارپوهان وايي چې دا پرېکړه به د کييف دفاعي وړتیاوو ته وده ورکړي، خو ځینې نور بيا ادعا کوي چې دا پرېکړه ډیره ناوخته شوې ده. د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې ويډيويي راپور.