د طالبانو حکومت: ۱۵۵ کورنۍ له پاکستان او ایرانه افغانستان ته ستنې شوې دي
د کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره د طالبانو د حکومت کمېشن د نومبر پر ۲۰مه په بیان کې وویل کې ۳۵ کورنۍ د تورخم او سپين بولدک له لارې له پاکستانه او ۱۲۰ کورنۍ د هرات او نيمروز له لارو له ايرانه افغانستان ته ستنې شوې دي.
بیان زیاتوي چې افغانستان ته د تازه ستنو شویو کورنیو د غړو شمېر ۷۳۵ دی.
د طالبانو حکومت البته دا نه دي ویلي چې هغه کډوال له پاکستان او ایرانه په زور ایستل شوي او که نه په خپله خوښه افغانستان ته تللي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او ايران حکومتونو په تېرو دوو کلونو کې په لکونو افغانان ایستلي دي.
تهران او اسلام اباد وايي چې بې اسناده بهرنيان باسي خو په بېلابېلو وختونو کې ګڼو افغانانو مشال راډيو ته ويلي چې پر اسنادو لرلو سربېره یې پوليس نیسي او باسي یې، خو پولیس دا تور ردوي.
ایرانيو چارواکو د ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر په پای کې وویل چې چې د کډوالو د اېستلو د پراخ پلان په لړ کې یې ۸۵۰،۰۰۰ بې اسناده افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي.
د ایران حکومت پرېکړه کړې چې د روان ۲۰۲۴ز کال تر پایه پورې به دوه مېلیونه "ناقانونه کډوال" وباسي.
د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان د اکتوبر پر درېيمه په يو راپور کې ويلي ول چې په وروستیو کې په ایران کې پر افغان کډوالو فشار زیات شوی دی او وخت په وخت پر ټولنیزو شبکو له هغوی سره د ناوړه چلند ویډیوګانې خپرېږي. خو ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي ول چې افغانان "په ډېر عزت" هېواد ته لېږدوي.
له ایران پرته د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال د نومبر په پیل کې د بې اسناده کډوالو ایستل پيل کړي ول. تر هغې وروسته په سلګونو زره افغانان، هېواد ته لېږدول شوي دي.
په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویاند قیصر اپرېدي د اکتوبر په وروستیو کې مشال راډیو ته ویلي ول چې د ۲۰۲۳ز کال د سېپټېمبر له نیمايي راهیسې شاوخوا ۷۳۰،۰۰۰ افغانان هېواد ته تللي دي.
نوموړي زیاته کړه چې له هغو څخه یې ۸۸ فیصده بې اسناده او نور داسې افغانان ول چې په پاکستان کې یې د اوسېدو قانوني اسناد لرل.
په عین وخت کې په اسلام اباد کې د افغان کډوالو چارو مشر کمېشنر عباس خان وايي چې د پاکستان حکومت د افغان تابعیت کارډونو لرونکو د برخلیک په اړه له بېلابېلو ادارو او هېوادونو سره مشورې کوي.
نوموړي د نومبر پر ۱۹مه له مشال راډیو سره په مرکه کې وویل چې اسلام اباد پلان لري چې په دې اړه د طالبانو له حکومت سره هم خبرې وکړي. ده وویل چې پاکستان لا د افغان تابعیت کارډونو لرونکو د ستنولو پرېکړه نه ده کړې.
د پاکستان حکومت وايي چې په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان سېټېزن یا تابعیت په نوم کارډونه لري چې د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) ورته د سرحدي او قبایلي چارو وزارت په وینا ورکړي دي. له عباس خان سره بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.
پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. خو د پاکستانیو چارواکو په وينا، شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ افغانان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته ورغلي دي.
د پاکستان د سرحدونو او قبایلي چارو وزارت پر خپله ووبپاڼه ليکلي چې په هېواد کې یې نېږدې ۱۴ لکه ناراجسټر افغانان اوسي.
بلخوا يو اېن اېچ سي ار پر خپله ووبپاڼه ليکلي چې په پاکستان کې ۱۳.۵ لکه ثبت شوي افغان کډوال اوسي چې ۵۲ سلنه یې په خیبر پښتونخوا کې دي.
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۴ز په جون میاشت کې اعلان وکړ چې د اسناد لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو موده د ۲۰۲۵ز کال د جون تر ۳۰مې غځوي. ملګرو ملتونو د هغې پرېکړې هرکلی کړی وو.