Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

عباس خان: پاکستان د افغان تابعیت کارډ لرونکو د برخلیک په اړه مشورې کوي

0
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو چارو مشر کمېشنر عباس خان وايي چې د پاکستان حکومت د افغان تابعیت کارډونو لرونکو د برخلیک په اړه له بېلابېلو ادارو او هېوادونو سره مشورې کوي. نوموړي د نومبر پر ۱۹مه له مشال راډیو سره په مرکه کې وویل چې اسلام اباد پلان لري چې په دې اړه د طالبانو له حکومت سره هم خبرې وکړي. ده وویل چې پاکستان لا د افغان تابعیت کارډونو لرونکو د ستنولو پرېکړه نه ده کړې. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له لومړۍ راهیسې د بې اسناده افغانانو د ستنولو بهیر ته دوام ورکړی دی. مشر کمېشنر عباس خان وویل چې له هغو بې اسناده وګړو څخه یې یوشمېر په پاسپورټ او ویزه بیا پاکستان ته تللي دي. مشر کمېشنر د قبایلو او سرحداتو چارو د وزارت (سیفران) چارواکی وي چې د پاکستان حکومت له لوري د افغان کډوالو چارې پر مخ وړي. د پاکستان حکومت وايي چې په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان سېټېزن یا تابعیت په نوم کارډونه لري چې د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) ورته د سرحدي او قبایلي چارو وزارت په وینا ورکړي دي. له عباس خان سره بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Карен Хачанов

Россиянин Хачанов вышел в полуфинал теннисного турнира в Барселоне






Toyota сбила двух пешеходов рядом со зданием РАН в Москве

Адвокат Паршин заявил, что сестры Хачатурян довольны решением суда об их отце

Как провести досуг с семьей в Краснодаре в конце апреля

Подмосковные врачи спасли школьницу, которую не могли разбудить несколько дней