د تاجکستان له سرښار دوشنبې سره نېږدې په شراره کلي کې یوه بې پیلوټه الوتکه پرېوتې چې ظاهراً پوځي ډرون برېښي. ځايي خلک وايي چې ډرون د برېښنا له تارونو سره تر جنګېدو وروسته پرېوتی خو چاودلی نه دی. د مشال راډیو تاجکستانۍ څانګې له عیني شاهدانو څخه د پېښې ځانګړې ویډیوګانې ترلاسه کړې دي، او هغوی ویلي دي چې په پېښه کې هېڅوک نه دي ژوبل شوي. تر اوسه معلومه نه ده چې ډرون له کوم ځایه هلته ورغلی وو او چارواکو یې هم په اړه رسماً څه نه دي ویلي. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې ویډیويي رپورټ.