نثار محمد د خیبر پښتونخوا اورکزو سره تړاو لري او نن سبا په هنګو کې مېشت دی. هغه له لرګیو څخه د ښکلا بېلابېل توکي جوړوي چې هر یو یې ځانګړی او د هنري خلاقیت څرګندونه کوي. دی وايي چې په دې هنر کې یې څوک استاد نه دی او دا مهارت یې په خپل زحمت او هڅو ترلاسه کړی دی. هغه اوس د دې لپاره کار کوي چې د تاج محل یوه نمونه هم د لرګیو څخه جوړه کړي. هغه هیله لري چې دا نمونه به یې مینه وال وستایي او د هنر په نړۍ کې به ځانګړی نوم ترلاسه کړي. د دې هنر په اړه نور حال په ویډیو کې وګورئ.