Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

حکومت وايي پر پوځ یې د نیوکو پر سر د یوشمېر بهر مېشتو پاکستانیانو شناختي کارډونه بند کړي دي

0
د پاکستان حکومت منلې چې د یوشمېرهغو بهر مېشتو پاکستانيانو شناختي کارډونه یې بند کړي دي چې پر ټولنیزو رسنيو پر "پوځ نیوکې" کوي.

د اطلاعاتي او خپرونو چارو وفاقي وزیر عطاالله تارړ د ډېسېمبر پر ۱۰مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل، په دې اړه د حکومت تګلاره واضحه ده چې د امنيتي ځواکونو پر ضد خبرې نه شي زغملای.


نوموړي له وضاحت او شمېرو ورکولو پرته وويل چې حکومت د ګڼو بهر مېشته پاکستانيانو پاسپورټونه، شناختي کارډونه او د ټولنیزو شبکو حسابونه (اکاونټونه) په تور لېسټ کې اچولي او پر نورو هم نظر ساتي.


دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر ۱۰مه په نړۍ کې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په توګه ولمانځل شوه. پر هغه ورځ د پاکستان بشري حقونو کمېشن پر حکومت غږ وکړ چې له خلکو دې د شناخت او سفر اسناد نه اخلي، ځکه چې په وينا یې دا د انسانانو لومړنی حق دی.


په تېرو کلونو کې پښتنو ملتپاله ګوندونو، پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) او فعالانو په بیا بیا ویلي چې حکومت د ګڼو پښتنو شناختي کارډونه تړلي دي. د پي ټي اېم په کوربه توب د پښتنو قامي عدالت په نوم جرګې هم په اکتوبر کې وویل چې حکومت د ۲۱۷،۰۰۰ پښتنو شناختي کارډونه بند کړي دي. 


د پاکستان حکومت په تېرو کلونو کې ویلي دي چې که څوک ګڼي چې چارواکو یې په غلطۍ کارډ بند کړی نو د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) ته دې شکایت وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Серена Уильямс

Серена Уильямс стала совладельцем первой команды женской НБА из Канады






Природоохранная прокуратура Подмосковья требует вернуть государству более 4,2 гектара земли в Щелково

Reuters узнал план США по смягчению антироссийских санкций

Чистяков — Круговому: ну что ты, с той скамейки на ту перескочил?

В Москве состоятся Международные соревнования по кекусинкан