Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

د نجونو پر زدکړو بندیز ملګري ملتونه د افغانستان د روغتیايي نظام د راتلونکي په اړه اندېښمن کړي

0
د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو ویلي دي چې په طبي انسټېټیوټونو کې د نجونو پر زدکړو د طالبانو د حکومت تازه بندیز د افغانستان د روغتیايي نظام لپاره زښتې ناوړه پایلې لرلای شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د بشري او بیړنیو چارو مرستیال ټام فلېچر د ډېسېمبر پر ۱۲مه، د افغانستان پر وضعیت د امنیت شورا غونډې ته وویل چې د طالبانو د دې اقدام له وجې د مور و ماشوم د مړینې کچ لا زیاتېدای شي.


دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د روانې ډېسېمبر میاشتې په پیل کې په طبي انسټېټیوټونو کې د نجونو پر زدکړو بندیز ولګاوه.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د مرستندویه ماموریت یا یوناما مشرې روزا اوتنبایېوا هم د امنیت شورا غونډې ته وویل چې د طالبانو د پرېکړې بشپړ عملي کېدل د نجونو او ښځو په ګډون د ټولو افغانانو لپاره مرګونې پایلې لرلای شي ځکه چې دا کار روغتیايي نظام زیانمنوي.


نوموړې زیاته کړه چې پر طالب چارواکو یې ټینګار کړی چې دې پرېکړې ته دې بیاکتنه وکړي. طالبانو لا د امنیت شورا په غونډه کې د شوي بحث په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د هغوی حکومتي ویاند ذبیح الله مجاهد په وروستیو کې ویلي ول چې د هغوی د استازو له ګډون پرته د ملګرو ملتونو غونډې بې ګټې دي.


طالبانو په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې د نجونو او ښځو پر تعلیم او کار بندیزونو او محدودیتونو ته دوام ورکړی. هغوی په بیا بیا ویلي چې د نجونو د زدکړو لپاره تګلاره او مناسب چاپېریال چمتو کوي خو دا نه روښانوي چې په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Ирина Хромачёва

Россиянка Хромачева проиграла в финале парного турнира по теннису в Мериде






В Подмосковье сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого в незаконном проникновении на территорию аптечного пункта

Около 1,5 тысяч человек посетили филиалы музея ГЖД в Нижнем Новгороде с начала года

Я — сноб: коллекционер Антон Козлов

Национальный филармонический оркестр России и Хибла Герзмава отправляются в гастрольный тур «Я люблю тебя, жизнь!» в честь 80-летия Победы