Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په کابل کې له سراج الدين حقاني سره ليدلي

0
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د ډېسېمبر پر ۲۴مه په کابل کې د طالبانو د کورنيو چارو له سرپرست وزير سراج الدين حقاني سره ليدلي دي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي دي چې په هغه لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان ترمينځ "د اړیکو د لا ښه والي او شته ستونزو د حل لپاره" پر مهمو موضوعاتو بحث وکړ.




په بيان کې راغلي دي چې محمد صادق او ورسره مل پلاوي د پاکستان د وزیر اعظم شهباز شریف او د مرستيال وزيراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له لوري د طالبانو د کډوالو چارو سرپرست وزیر او د سراج الدين حقاني تره (اکا) خلیل الرحمان حقاني پر وژنه د خواخوږۍ پيغام شريک کړ.


خليل الرحمان حقاني د ډېسېمبر پر ۱۱مه په کابل کې د کډوالو چارو وزارت په انګړ کې په ځانمرګي برید کې ووژل شو.


محمد صادق کابل ته تر رسېدو وروسته پر خپله اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې ليکلي دي چې د ډېسېمبر پر ۲۳مه ماښام کابل ته تر رسېدو وروسته يې د طالبانو حکومت چارواکو "تود هرکلی" وکړ.  


نوموړي زياته کړه ده چې هغه په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو "ګټورو همکاریو د زیاتولو" او د پاکستان او افغانستان تر مينځ "د ورورګلوۍ اړیکو د پراختیا لپاره" د طالبانو د حکومت له سرپرست وزیرانو سره "بامعني ملاقاتونو" ته سترګې په لار دی.


محمد صادق د ډېسېمبر پر څلورمه، په دويم ځل د افغانستان لپاره د پاکستان د وزيراعظم ځانګړی استازی وټاکل شو. تر هغه وروسته، دا کابل ته د محمد صادق لومړی سفر دی.


صادق پخواني وزیراعظم عمران خان د ۲۰۲۰ز کال په جون کې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکلی وو. نوموړي د ۲۰۲۳ز کال په مارچ کې له خپلې دندې استعفا ورکړې وه او د ۲۰۲۳ز کال په مې کې يې پر ځای محمد اصف درانی ټاکل شوی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Australian Open

Российская теннисистка Калинская снялась с Открытого чемпионата Австралии






В Москве похитили двух кыргызстанцев и вымогали у них деньги

На заведующую детсадом Петрозаводска, где малыш стал инвалидом, все-таки заведут уголовное дело

Недоступная ипотека: молодежь Приморья не хочет жить с родителями, но придется

Какой фестиваль на самом деле открыли в Новосибирске Василиса Бержанская, Юсиф Эйвазов и Жюльен Салемкур?