Добавить новость
ru24.net
World News
Декабрь
2024

ذبیح الله مجاهد: پکتيکا کې د پاکستان بمبارۍ ۴۶ کسان وژلي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي

0
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د دیسمبر پر ۲۴مه په پکتيکا کې د پاکستانيو الوتکو په بمبارۍ کې ۴۶ کسان وژل شوي دي.

د طالبانو د حکومت وياند، ذبیح الله مجاهد د دیسمبر پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل: "د پکتیکا برمل ولسوالۍ په شین سترګۍ اډې، سور زغمي، الماستې او مرغې سیمو کې په څلورو ځایونو بمبار شوی ټول پکې ۴۶ تنه شهیدان دي چې اکثریت یې ماشومانو او زنانه دي. ۶ نفره ټپيان دې چې یو لوی کس او ۵ ماشومان دي. شهیدان او ټپیان ځينې ځایی خلک دي او ځينې د وزیرستان څخه را مهاجرې شوی کورنۍ دي."


په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت پر اېکس يا پخواني ټويټر ليکلي وو چې د دیسمبر پر ۲۴مه، ماښام مهال پاکستانيوو جيټ الوتکو پر پکتيکا بمبارۍ کې "عام ولسي خلک چې اکثره يې وزيرستاني مهاجرين دي" په نحښه کړي. د طالبانو دفاع وزارت هغه بمباري "وحشيانه عمل" بللی چې په وينا يې، د "نړيوالو اصولو خلاف کړنه" ده او دوی يې "په کلکه غندي". د بيان په پای کې راغلي دي چې د طالبانو حکومت به د پاکستان دغه اقدام "بې ځوابه پرېنږدي او د خپلې خاورې او حريم دفاع خپل حق ګڼي".




د پاکستان پوځ او حکومت لا په برمل کې د تازه بريدونو په اړه په رسمي ډول څه نه دې ويلي. البته پر اېکس ځينو حسابونو، چې باور کېږي د پاکستان استخباراتي ادارو ته منسوب دي، ادعا کړې ده چې په پکتيکا کې يې د بمباريو پر مهال د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي‌پي) وسلوالو "څلور مهم مرکزونه" په نخښه کړي او له مينځه وړي دي.


کاالعدم اعلان شوې ډلې، ټي ټي پي تر اوسه په دې اړه څه نه دي وي.


دا بريدونه په داسې حال کې شوي دي چې د دیسمبر پر ۲۳مه ناوخته د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق په مشرۍ يو پلاوی کابل ته ولاړ او هلته یې د طالبانو د کورنيو او بهرنيو چارو پر سرپرست وزيرانو سربېره د افغان سوداګرو له يو پلاوي سره هم وليدل. هغه په خپلو بیانونو کې وويل چې دواړو خواوو "د دوه اړخیزو همکاریو د لا پیاوړتیا" او په سیمه کې "د سولې او پرمختګ لپاره په ګډه پر کار کولو" موافقه وکړه.


ګڼو افغان سیاستوالو پر پکتيکا د پاکستان تازه بریدونه غندلي دي. پخواني افغان ولسمشر، حامد کرزي پر اېکس ليکلي چې دا پر افغان خاورې تېری دی. د افغانستان د بهرنيوو چارو پخواني وزیر، حنیف اتمر هم دا حملې وحشيانه بللې او غندلې یې دي.


دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان جنګي الوتکې د افغانستان په خاوره کې دننه بمبارۍ کوي. تر دې وړاندې هم پاکستان د روان ۲۰۲۴ کال په مارچ کې په پکتيکا او د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې په خوست او کونړ کې بمبارۍ کړې وې چې پکې ګڼ شمېر کسان وژل شوي ول.


اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت په وار وار تور پورې کړی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي تي پي) په ګډون یې نورو وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي او ورڅخه یې د ټي ټي پي د وسلوالو ورسپارلو غوښتنه هم کړې ده. خو د طالبانو حکومت وایی چې د پاکستان په شمول هېڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري، او نه هم د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پرضد کارول کېږي. خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Арина Соболенко

Australian Open. Расписание 6-го дня. Соболенко, Алькарас, Джокович сыграют на Арене Рода Лэйвера, Шнайдер – на Арене Маргарет Корт






Бродячая собака принесла умирающего щенка к дверям ветклиники в Стамбуле

Компания из Москвы купила земельные участки банды Цапков за 2,5 млрд рублей

Несостоявшийся актер из Бердска признался, что он — маньяк: насиловал и убивал студенток в Подмосковье

Против вовлекавшего детей в зацепинг мужчины завели новое уголовное дело