پاکستان د هند ۹۴ زیارت کوونکو ته ویزې ورکړې دي
د پاکستان سرکاري راډیو د جنورۍ پر دریمه په یو راپور کې وویل چې په نوي ډیلي کې د پاکستان عالي کمېشن د سیند صوبې په شاداني دربار حیات پتافي سیمه کې د هندوانو د یو مذهبي لارښود شیو اوتاري سټګورو سنت شادارام صاحب د زېږېدو د ۳۱۶مې کلیزې په مراسمو کې د ګډون لپاره ۹۴ زیارت کوونکو ته ویزې جاري کړې دي.
دا مذهبي رسومات به د جنورۍ له ۵مې څخه تر ۱۵مې پورې دوام وکړي.
د چارواکو په وینا، دا ویزې د مذهبي زیارتونو د لیدنې په اړه د پاکستان او هند ترمنځ په کال ۱۹۷۴ کې لاسلیک شوي پروتوکول په چوکاټ کې ورکړل شوې دي.
د یادونې وړ ده چې له پاکستانه هم هر کال په سلګونو زیارت کوونکي په هند کې بېلابېلو زیارتونو ته ورځي، او له هنده سیکان په پنجاب صوبه کې په خپلو مذهبي دودونو کې د ګډون لپاره ورځي.