Добавить новость
ru24.net
World News
Январь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23
24
25
26
27
28
29
30
31

اسلام اباد کې يو جرمن سفارتکار په خپل کور کې مړ موندل شوی

0
د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د جرمني يو سفارتکار په خپل کور کې مړ موندل شوی دی.

د اسلام اباد پوليسو مشال راډيو ته ويلي دي چې د جرمني د سفارت کارکوونکو د دويم سېکرټري تامس جورګن مړی د جنورۍ پر شپږمه د هغه په اپارتمان کې موندلی وو.


پوليسو زياته کړې ده چې د جرمني سفارتي عملې د جنورۍ پر شپږمه هغوی ته وويل چې تامس جورګن  له دوو ورځو راهيسې دندې ته نه وو تللی او همکاران يې د هغه د غير حاضرۍ له امله اندېښمن ول، او کله چې د هغه په لټون پسې اپارتمان ته ورغلل نو هلته يي د نوموړي مړی وموند.


دا جرمن سفارتکار د اسلام اباد په سره ساحه يا ريډ زون سيمه کې اوسېده چې پر ګڼو سفارتونو سربېره د پاکستان مهمې حکومتي ودانۍ موقعيت پکې لري او سخت امنيت يې ساتل کېږي.


د پولیسو په خبره، د سفارتکار مړی يې د طبي معاينې لپاره ځايي روغتون ته لېږدولی دی او راپور به يې له سفارت سره شريک کړي، خو هغوی زياته کړې ده چې سفارتکار د زړه ناروغي لرله او مړينه يې ښايي د سکتې له وجې شوې وي.


تر اوسه جرمن چارواکو یا په اسلام اباد کې د جرمني سفارت په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Australian Open

Д. Шнайдер вышла в третий раунд Открытого чемпионата Австралии в парном разряде






В Москву приехал новейший полноприводный внедорожник Nissan Pathfinder

Начальника отдела банка отправили в СИЗО за кражу денег у клиента

Как в Сочи: в Москве задержан работник банка, укравший из ячейки 180 млн рублей

Предприятия делают ставку на кадры и высокие технологии