Добавить новость
ru24.net
World News
Январь
2025

پاکستان وايي واخان د "افغانستان برخه" ده

0
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د واخان (وخان) دهلېز په پاکستان د ورګډولو راپورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې هغه سیمه د "افغانستان برخه" ده.

د وزارت نوي ویاند شفقت علي خان د جنورۍ پر ۱۶مه په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته وویل چې له وروستیو ګونګوسو او اوازو خبر دی خو واخان د افغانستان د خاورې برخه ده.


ده وویل، افغانستان د پاکستان ګاونډی هېواد دی او اسلام اباد یې "حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په رسمیت پېژني. سوال هم نه پیدا کېږي چې پاکستان دې د خپلو ګاونډیو لپاره دا ډول ارادې ولري."


د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې دا ډول ټولې اوازې ناسمې بولي.


واخان د افغانستان د شمال ختیز ولایت بدخشان یوه تنګه، نرۍ غرنۍ سیمه ده چې د چین تر شېنجیانګ (سېنکیانګ) سیمې غځېدلې او له تاجکستان او د پاکستان تر واک لاندې له ګلګت بلتستان سره پوله لري.


دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې پر ټولنیزو شبکو داسې اوازې خپرې شوې چې پاکستان د واخان د نیولو پلان لري او یا هم هلته پوځي حضور لرل غواړي چې مستقیماً له تاجکستان سره پوله ولرلای شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Мирра Андреева прошла в финал турнира WTA в Дубае, обыграв Елену Рыбакину






Мусульманин в Вологде совершил намаз в соборе святого Николая Чудотворца

Гольф, кипы документов и отсутствие выходных: как проходят дни лидеров разных стран

Нотариус Радченко рассказал, в каком случае наследство может перейти государству

"Иисус из УСБ": РАСКРЫТА ТАЙНА: КАК ЕВРОПЕЙЦЫ ХОТЯТ РОССИЮ ЗАХВАТИТЬ. Новости. СЕНСАЦИЯ! ЭТО НЕ СЕКРЕТНАЯ ИНФОРМАЦИЯ. Россия, США, Европа могут улучшить отношения и здоровье общества?!