Добавить новость
ru24.net
World News
Май
2025

پاکستان وايي د طالبانو له حکومت سره يې د سفارتي اړیکو د لوړولو موافقه کړې ده

0

پاکستان ويلي دي چې حکومت يې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره په "اصولو کې موافقه" کړې ده چې سفارتي اړیکې به لوړوي.د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند شفقت علي خان د مې پر ۲۳مه په اسلام اباد کې اونیزې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې دا پروسه نور وخت ته اړتيا لري ځکه چې د دې لپاره د بېلابېلو وزارتونو ترمینځ مشورې کېږي.

اوس مهال پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د شارژدافېیر (ناظم الامور) تر کچې سفارتي اړیکې لري.

تر دې وړاندې، د مې پر ۲۱مه په بیجینګ کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي، د پاکستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ترمینځ تر درې اړخیزو خبرو وروسته وانګ ویلي ول چې د طالبانو حکومت او اسلام اباد د سفارتي اړیکو د غښتلي کولو لېوالتیا څرګنده کړې ده.

په هغه لیدنه کې درېواړو لوریو افغانستان ته د چین ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سيپېک) پروژې پر غځولو هم "موافقه" کړې وه.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса