Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2018

هلمندیو ښځو هم د سولې کېږدۍ ودروله

0

د افغانستان د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې نن ښځو هم د احتجاج په توګه خېمه ودروله. د دې ولايت ښځو پر وسله‎والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې په اړه د هلمند د ځوانانو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي. د هلمند د بېلابېلو سیمو سلګونه ځوانانو له هغه وروسته په لښکرګاه ښار کې د احتجاج په ډول خېمه ودروله او له وسله‎ والو طالبانو څخه ‌يې د سولې غوښتنه وکړه چې د تېرې جمعې په ورځ د ښار د غازي محمد ايوب خان لوبغالي مخ ته په يو موټر بم بريد کې ۱۶ ولسي وګړي ووژل شول او ۵۲ نور ټپيان شول. د ښځو د پرلت يوې ګډونوالي پر دې مهال مشال راډيو ته وويل:

((موږ غواړ چې نور جنګونه بس سي. زموږ نازک نازک شهيدان، زما پنځه بچيان او زما کور والا په دغه جنګ کې ولاړل. زه دغه خبره اول له خدای څخه، بيا ستاسو څخه دا هيله او اميد لرم چې نوره بالا سوله وکړئ، د خدای او د قران په لحاظ سوله وکړئ.))

په لښکرګاه کې د ولسي حرکت په نوم د راغونډو شويو ځوانانو استازي وايي چې د سولې د راوستو په غرض به د ښځو په ګډون ډېر ژر د ولايت هغو سيمو ته سفر وکړي چې د طالبانو په ولکه کې دي چې يا يې مشران پکې مېشت دي. په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال عزیزالله پوپل ویډیويي رپورټ وګورئ.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса