Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2018

په کندهار کې د ټکر په پېښه کي پنځه کسان وژل شوي

0
په کندهار کې د ۴۰۴ بس او سراچه موټر د ټکر په پېښه کي پنځه کسان وژل شوي او یو ټپي دي.


 د کندهار د والي ویاند داوود احمدي وايي، نن جمعه سهار نهه نیمې بجې د کندهار- کابل پر لویه لار د دامان ولسوالۍ اړوند "مړوندۍ" مانده کې د احمد شاه ابدالي شرکت اړوند ۴۰۴ بس مسافر وړونکي موټر او یوې سراچه موټر ټکر کړی چې په سراچه موټر کې پنځه مسافر مړه شوي او یو بل ټپي دی.


د احمدي په وینا، د احمد شاه ابدالي ټرانسپورټي شرکت اړوند ۴۰۴ بس مسافر وړونکی موټر هم چپه شوی، موټر چلوونکی یې له سيمې تښتېدلی، خو مسافرو ته یې ځاني زیان نه دی اوښتی.


داوود احمدي د د پېښې لامل خراب سړک او د موټر چلوونکو بې غوري یادوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса