Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2018

Новости за 13.06.2018

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو پوځي تمریناتو درول، د سعودي عربستان د ایتلاف ستر برید پر یمن او په عربستان کې د داسې فلم ننداره چې یو وخت علماو حرام بللی وو. دا او یوشمیر نور مهم خبرونه دلته لیدلی شئ. دا خبرونه د شپې ۸ بجې پیشګام تلویزیون هم خپروي

د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې ۷سرتېري وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان چارواکي وایي، تېر ماښام د دغه ولایت په جرم ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي پوستې د طالبانو په برید کې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.  د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري وویل طالبانو لومړی پر پوسته برید وکړ او د یوه ساعت لپاره یې هغه ونیوله، خو دده په خبره د افغان ځواکونو په متقابلو نښتو کې دغه پوسته بېرته له طالبانو ونیول شوه. ښاغلی نظري زیاتوي لا د پېښي په اړه وروستي جزئیات له دوی سره نه دي شریک شوي: "له بده مرغه د دې نښتو په نتیجه کې اوه تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي... Читать дальше...

روسیه وایي،د ناټو پلان به د اروپا امنیت کمزوری کړي

Pa.azadiradio.com 

روسیه وایي، په اروپا کې د پوځي آمادګیو د ډېرېدو په اړه د ناټو پلان به په دغې وچې کې امنیت کمزوری کړي. مسکو خبرداری ورکړی چې دوی به دا مسئله په خپل پوځي پلان کې په پام کې ونیسي. د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال الکساندر ګروشکو نن وویل روسیه به د خپل امنیت د ډاډمنولو لپاره ټول اړین پوځي اقدامات ترسره کړي. ګروشکو ویلي دغه ابتکار د اروپا امنیت ګواښي. دغه ابتکار چې د امریکا لخوا یې وړاندیز شوی، د جون پر اومه د ناټو د دفاع وزیرانو ملاتړ ترلاسه کړ. د دې پلان هدف د هغه څه په وړاندې د ناټو... Читать дальше...

ټرمپ: پیونګ یانګ نور د نړۍ لپاره اټمي ګواښ نه دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې پیونګ یانګ نور د نړۍ لپاره اټمي ګواښ نه دی.  ډونالد ټرمپ چې نن له سنګاپور څخه امریکا ته ورسېد، پر ټویټر لیکلي: «هرڅوک اوس ترهغه وخت چې زه واک ته رسېدلی وم، ډېر ځان خوندي ګڼلی شي.»  ولسمشر ټرمپ ویلي د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره یې لیدنه یوه جالبه او مثبته تجربه وه. ټرمپ او کیم په دې لیدنه کې یو ګډ سند لاسلیک کړ چې پکي د شمالي کوریا مشر ژمنه کړې چې له اټمي وسلې څخه د کوریا ټاپووزمې د بشپړ پاکولو لپاره به کار کوي. خو د دې کار د عملي کولو لپاره کوم مهال ویش... Читать дальше...

په یمن کې د جګړې له ښکېلو غاړه د ملګرو ملتونو غوښته

Pa.azadiradio.com 

په یمن کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې په حدیده ښار کې له جګړو لاس واخلي او د مذاکراتو مېز ته ولاړ شي. مارتین ګریفیتز نن پر ټویټر لیکلي چې په حدیده ښار کې د جګړو او د هغه له بشري او سیاسي عواقبو له کبله سخت اندېښمن دی.  د سعودي په مشرۍ ائتلاف نن سهار پر دغه ښار بریدونه پیل کړل. دغه ښار چې شااوخوا ۶۰۰ زره وګړي لري له کلونو راهیسي د ایران پلوه حوثي یاغیانو په کنټرول کې دی. د سعودي په مشرۍ ایتلاف حوثي یاغیانو ته د نن ورځې تر سهاره ضرب الاجل ټاکلی وو چې له دې ښاره ووځي. Читать дальше...



لومړنۍ ټسټ لوبې ته د افغان ټیم تیاری

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به سبا پنجشنبه د هند په وړاندې خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه پیل کړي. لوبه د هند په کوربه توب په بنګلور ښار کې کیږي. صفي الله ستانکزي د سبانۍ ټیسټ لوبې په اړه یو ویډیويي رپوټ جوړ کړی دی.

ارزګان: میوند فوټسال ټیم د «روژې کپ» سیالیو اتل شو

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې د فوټبال فدراسيون لخوا د «روژې کپ» په نوم د فوټسال پیل شوي سيالۍ تېره شپه د ميوند لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې. دغه سيالۍ چې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ پیل شوي وې شااوخوا يوه مياشت یې دوام وکړ چې پکې ميوند لوبډلي لومړی، اتفاق دوهم، او د ميوند «ب» لوبډلې پکې دريم مقامونه خپل کړل. په ارزګان کې د فوټبال فدراسيون مشر ميرزا محمد امير زوی وايي، د يادو لوبو څخه يې هدف د روشن غوره ليک سياليو لپاره د غوره څېرو پېژندل وه. لوبغاړي او مینه وال خوښ دي چې ورته دغه ډول سيالۍ تر سره شوي دوی د جګړې له شکېلو... Читать дальше...

شهیدي د سبانۍ ټیسټ لوبې په اړه څه وايي؟

Mashaalradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به سبا پنجشنبه د هند په وړاندې خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه پیل کړي.لوبه د هند په کوربه توب په بنګلور ښار کې کېږي.دې لوبې ته دواړو ټیمونو پوره چمتووالی نیولی دی. د افغانستان د کرکټ ملي ټیم غړي حشمت الله شهيدي په یوه مرکه کې ویلي چې د ټیم ټول غړي د دې لوبې لپاره پوره چمتو دي.په دې اړه دا ویډیو وګورئ.

په تایلنډ کې د فیلانو د فوټبال نړیوال جام سیالۍ ترسره شوې

Pa.azadiradio.com 

په تایلنډ کې د فیلانو د فوټبال نړیوال جام سیالۍ ترسره شوې. دغه سیالۍ د تایلنډ «ایوتایا» په ښار کې د فیلانو او زده کوونکو ترمنځ ترسره شوې چې زرګونه تنه یې د نندارې لپاره ورغلي وو. د فیلانو په نړیوال جام کې په هر فیل د یوه هېواد بیرغ رسم شوی و چې د فیلانو د ګول وهلو عجیب انداز یې د مینه والو پام ځان ته اړولی وه. که څه هم فیلان ټول د تایلنډ هېواد وو، خو بیرغونه پرې د نورو هېوادونو رسم شوي وو. تایلنډیانو د مذهبي عقیدې له مخې فیلانو ته خاص درناوی لري.

ټرمپ: پر شمالي کوریا به بندیزونه پرځای وي

Mashaalradio.com 

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سېشنبې پر ورځ د شمالي کوريا له مشر سره تر ملاقات وروسته د امريکا ږغ خبريالې ګريتا وېن سستېرين سره د ځانګړې مرکې پر مهال کم جونک اون هوښيار او پر خپل ولس مين کس وباله. دواړو مشرانو د کوريا ټاپووزمه د غير جوهري کولو تړون لاسليک کړ خو ولسمشر ټرمپ وويل چې پر شمالي کوريا به د امريکا بندېزونه برقراره وي. نوموړي زياته کړه، دوی به ګوري چې دا بندېزونه کله پورته کړي.

ننګرهار: په جلال‌اباد کې چاودنې یو هلک وژلی او ۷یې ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار چارواکي وایي، په جلال‌اباد ښار کې د یوه ماین د چاودنې له کبله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، دا چاودنه نن سهار شااوخوا ۶ بجې د دوهمې ناحیې د اهنګرانو په سیمه کې شوې ده چې په وینا یې په قربانیانو کې ماشومان هم شامل دي. ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي: "د دې چاودنې په نتیجه کې یو ۱۰ کلن هلک وژل شوی او ۷ نور ملکي وګړي ټپیان دي چې په ټپیانو کې هم څلور ماشومان شامل دي. د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی." تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса