Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2018

د امریکا د سوداګرۍ وزیر د سوداګریزو بحثونو لپاره چین ته ورسېد

0
د امریکا د سوداګرۍ وزیر ویلبور راس له چینایي چارواکو سره د سوداګریزو بحثونو لپاره نن شنبه پیکنګ ته ورسېد.


دا لیدنه یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ادارې اعلان وکړ چې دوی به له چین سره د پخواني توافق سره سره د چین پر ۵۰ میلیارده وارداتو ۲۵ فیصده تعرفه ولګوي. 


پیکنګ ددې په ځواب کې ویلي چې له سوداګریزې جګړې څخه ویره نه لري.


د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون یانګ پرون ویلي چې د مذاکراتو لپاره د چین دروازې پرانيستې دي.


 د امریکا له خوا پر چین د تعرفې ګواښ د هغو شکایتونو په لړ کې شوی چې ګواکې پیکنګ ټکنالوژي پټوي او یا یې پر بهرنیو شرکتونو د فشار راوړلو په نتیجه کې ترلاسه کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса