Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2018

د ایران پوځ وایي، یوه جنګي جټ الوتکه یې په اصفهان کې لوېدلې

0
د ایران پوځ وایي، د دوی یوه جنګي جټ الوتکه نن شنبه په اصفهان ولایت کې لوېدلې ده.


د ایران د نیمه دولتي خبري اژانس فارس د راپور له مخې، مخکې تر دې چې الوتکه پر ځمکه ولګېږي، دوه پیلوټان یې توانېدلې ځانونه وژغوري.


د ایران د هوایي ځواکونو په یوې اعلامیې کې ویل شوي، دغه الوتکه په اصفهان کې له شهید بابایي هوایي اډې څخه تر الوتو وروسته له تخنیکي ستونزې سره مخامخ شوه.


فارس خبري اژانس لیکي، د بېړنیو مرستو کارکوونکي د سقوط سیمې ته رسېدلې او دواړه پیلوټان روغتون ته انتقال شوي دي.


فارس لیکي، دا پېښه د الوتکې د تمرین په حال کې وشوه.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса